په سرپل کې د «اسلامي عقیدې» تر سرلیک لاندې علمي سیالي ترسره شوه
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له لوري د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د دیني مدارسو د طلابو او د ښوونځیو زدهکوونکو د دیني پوهاوي او معلوماتو کچې لوړولو او د مطالعې د فرهنګ پراختیا په موخه، د «اسلامي عقیدې» تر سرلیک لاندې علمي سیالي د صیاد ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوه.
په دې علمي سیالۍ کې د دیني مدارسو او ښوونځیو ۱۸۰ تنو طلابو او زدهکوونکو ګډون درلود.
