په سرپل ولایت کې یو باب منځني ښوونځي لېسې ته ارتقاء وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۰:۲۵
65

د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍ اړوند «د نګاله کلي منځني ښوونځي» لېسې کچې ته ارتقاء وکړه.

د یاد منځني ښوونځي د ارتقاء چارې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت د عالي مقام په منظورۍ ترسره شوې.

هغه غونډه چې په همدې موخه د يادې لېسې په انګړ کې د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني، د سيمې د علماوو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې د پوهنې رئيس د ښوونې او روزنې رول د هېواد په پرمختګ کې مهم وباله او د يادې لېسې له پوهنیزو چارو یې خوښي څرګنده کړه.

ورپسې نورو ويناوالو هم د سرپل د پوهنې رياست له کړنو او پروګرامونو ملاتړ وکړ او د پوهنې په برخه کې يې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مراسمو په پای کې د نګاله منځني ښوونځي لېسې ته د ارتقاء ورکولو مکتوب، د کوهستاناتو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد نعمان کریمي له خوا ولوستل شو او مراسم د پټۍ په پرې کولو او د هېواد لپاره د آبادۍ په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS