په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۵۷
سبز

د زابل ولایت شاه‌جوې ولسوالۍ اړوند د چینو سیمې په "هولان رباط" کلي کې د یو باب نوي لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د یادې ودانۍ د جوړېدو لګښت شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د ښوونځیو شورا او ځایي خلکو له لوري ورکول کېږي.

د بنسټ‌ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د شاه‌جوې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو، ښوونکو، زده‌کوونکو، د سیمې مشرانو او د خلکو استازو ګډون درلود.

مسئولینو په خپلو خبرو کې د تعلیم پر ارزښت ټینګار وکړ او د پوهنې په برخه کې یې د خلکو له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه.

یاده ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین تاسیسات ولري، چې د علم‌دوسته خلکو له خوا پوهنې ته په وقف شوې ۵ جرېبه ځمکه باندې رغول کېږي.

د شاه‌جوې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو په وینا، د یادې ودانۍ پر بشپړېدو سره به له ۴۰۰ تنو زیاتو زده‌کوونکو ته یو معیاري، خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS