په زابل ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړېدلو کارونه پیل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۱۲
h

د زابل ولایت میزان ولسوالۍ په اړوندو کې د حضرت انس بن مالک «رضي الله عنه» مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه. 
یاده ودانۍ پر هغه یو نیم جریبه ځمکه جوړېږي چې د همدې مدرسې لپاره وقف شوې ده.
دغه ودانۍ چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ جوړېږي، څلور درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري، چې شاوخوا ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته به مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر کړي.
د زابل پوهنې مسوولین وايي، د ځمکې بیه او د ودانۍ د جوړېدو ټول لګښت شاوخوا ۴۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د زابل ولایت د اوسېدونکو له مالي ملاتړ څخه د هېواد د تعلیمي نظام په پیاوړتیا کې مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS