په دایکنډي ولایت کې د ۵۷ بابه ښوونځیو اړوندو مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
6546

د دایکنډي ولایت کجران ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۵۷ تنو علمي غړو، آمرینو او اداري مدیرانو لپاره د "ارزونې، پلان جوړونې او راپور ورکولو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د دایکنډي پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي د اداري کاري پروسې، د اسلامي احکامو او فرمانونو پلي کولو، نبوي«صلی الله علیه وسلم» صورت او سیرت  او مراجعینو سره د دې ادارې د کارکوونکو ښه چلند او اخلاقو باندې ټینګار وکړ او روښانه یې کړه چې د دغه پروګرام اساسي موخه د پوهنې منسوبینو د اداري چارو د وړتیا او کیفیت ښه کول دي.
د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز پروګرام د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په نوښت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ پیل شوی او تر دې دمه د هغه ولایت په اشترلي، سنګ‌تخت، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې دښوونځيو له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو چارواکو لپاره په بریالیتوب سره پلی شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکي د کاري وړتياوو لوړونې له سیمیناره برخمن شول 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د «اغېزمن تعلیمي مدیریت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د یاد ریاست په مقام کې جوړ کړ.
په دغه سیمینار کې د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

BACK TO NEWS