په دایکنډي ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي: د یاد ولایت د کیتي ولسوالۍ یو تن د پوهنې ملاتړي، محترم حاجي عبدالله ابراهیمي خپله یو جریب شخصي ځمکه د سرتیغان کلي اړوند حضرت فاطمې «رضي الله عنها» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې اهدا شوې ځمکې ارزښت شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
