په دايکنډي ولايت کې ديو باب ښوونځي لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۲:۱۶
gyhjk

د پوهنې په برخه کې د بااحساسه هېوادوالو د ملاتړ په دوام، دا ځل د دايکنډي ولايت پاتو ولسوالۍ اړوند د ورس عليای د کلي اوسېدونکي محمد انور د محمد علي زوی خپله شخصي ۳۰۰متره مربع ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره وقف کړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه او د دايکنډي ولايت د پوهنې رياست مسئولينو د دغه بااحساسه هېوادوال د پوهنې د دوستانه کړنو له امله د هرکلي او مننې ترڅنګ له نورو خلکو هم وغوښتل، تر څو د ښوونيز نظام لاپياوړتيا په موخه د پوهنې په برخه کې خپلې مادي او معنوي مرستې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۳۱
Background image

په نورستان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونه بشپړه شوه

د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ په اړوندو کې د اوله‌ګل، نېک‌مک، بدنشا او پڅیګرام ښوونځیو ترمیم او بیارغونه د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ بشپړه او په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت او د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست ترمنځ د دوه‌اخیزه همکاریو ګډ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پوهنې وزارت او د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست ترمنځ د ښوونیزو مرکزونو په کچه د سپورټ ودې لپاره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
د هوکړه‌لیک په مراسمو کې د پوهنې وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په. . .

BACK TO NEWS