په خوست ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
514

د خوست ولایت پوهنې ریاست د۱۴۰۴ لمریز کال پر مهال، د سویې د تثبیت ازموینې په درېیم پړاو کې له ۵۷ راستنېدونکو کډوالو څخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، ولایتي پوهنې چارواکو د ازموینې له پروسې څارنه وکړه او د سویې د تثبیت کچې ټاکلو برخه کې ګډون‌والو ته د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ.
د چارواکو په وینا، یاد شمېر زده‌کوونکي به د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د هغوی د تعلیمي کچې پر بنسټ جذب شي.
د دوی په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۶۴۸ تنه کډوال ماشومان د سویې تر تثبیت وروسته اړوندو ښوونځیو ته معرفي او جذب شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS