په جوزجان ولایت کې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۱:۲۵
sdah

د جوزجان ولایت د خانقاه ولسوالۍ په یوه لرې پراته کلي کې د تازه نهر د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره د یو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د ياد ولايت پوهنې رئیس، ولایتي چارواکو، علماوو او د سیمې خلکو ګډون درلود، کېښودل شوه.
د ياد ښوونځي د جوړولو ټولیيز لګښت یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د ياد ولایت د پوهنې د یوه مینه وال له لوري ورکول کیږي.
د ياد ښوونځي نوې ودانۍ ۵ درسي ټولګي، يوه اداري خونه له نورو اړينو ملحقاتو سره لري.
دجوزجان پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدطاهر جواد، دپوهنې دوست دغه هېوادوال له مرستې څخه د مننې په څرګندولو سره زياته کړه چې د ياد ښوونځي د ودانۍ په جوړولو سره به څه دپاسه ٢٠٠ تنو زده کوونکو ته دزده کړې خوندي چاپېريال رامنځته شي .
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: د ياد ښوونځي په جوړېدو سره به د دوی د ماشومانو د ښوونځي او ټولګیو د نشتوالي ستونزه هواره او په دې سره به زده کوونکي زده کړو ته لاوهڅول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS