په جوزجان ولايت کې د يو باب ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۳:۲۸
تنم

د جوزجان ولایت د عبدالحکیم قهرمان لېسې رغونې چارې، د پوهنې رئیس، دیني علماوو او مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د یاد ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدطاهر جواد وايي : د دغې لېسې ودانۍ ۶ درسي ټولګي ، ۲ اداري خونې او نور اړین ملحقات لري، چې په دوو درسي ساعتوکې به د ١٥٠٠ تنو زده کوونکو ظرفيت ولري.
د پوهنې د رئیس په وينا، د يادې لېسې پر ترميمولو ټولټال دوه ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د یوه خیریه بنست له لوري ورکول کېږي.
دغه ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې د يادې لېسې څه د باندې ۳۰۰۰ زده کوونکي د زده کړې له خوندي چاپېریال څخه بې برخې ؤ.
په ورته مهال، د جوزجان اوسېدونکي په خپله سیمه کې د یاد ښوونځي له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي: د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به د دوی ماشومانو ته د زده‌کړې خوندي چاپېریال برابر او د زده‌کوونکو لپاره به د ودانۍ د کمښت ستونزه هم حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS