په تخار ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۰:۳۹
123

د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ د خلیان عالي لېسې نوې ودانۍ چارې بشپړې، او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې ریاست پلاوي، دیني علماوو، مشرانو او د سیمې خلکو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ په دوه جرېبه ځمکه کې ۸ درسي ټولګي، يوه شنه ساحه او ځينې نور اړین ملحقات لري، د شاوخوا ۸۶۰ زره افغانیو په لګښت سره چې د سيمې د خلکو او د یاد ولایت د یوه سوداګر عبدالله خواجه له لوري ورکړل شوی، جوړه شوې ده. 
د پوهنې رئيس الحاج مولوي حزب الله مبشر، د يادې ودانۍ د پرانيستنې په مراسمو کې، په انساني ژوند کې د پوهنې د ارزښتناک رول په اړه خبرې وکړې او د هېواد د پوهنې له نظام څخه يې د ملاتړو بنسټونو او خلکو د همکاریو څخه د مننې او هرکلي ترڅنګ، له هغوی وغوښتل، چې خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي؛ تر څو د هېواد په پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.
نورو ويناوالو هم د يادې لېسې په جوړېدو خوښي څرګنده او د تخار چاه آب ولسوالۍ د پوهنې مينه والو او علم دوستو خلکو څخه يې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS