په تخار ولایت کې د قرآن کریم ۳۰ تنه حافظان فارغ شول
د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د پوست خور مدرسې، د ۳۰ تنو حافظانو پر سرونو د فضیلت پګړۍ، د یولړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو، مشرانو او د کورنیو غړو ګډون درلود، وتړل شوې.
په یاده پرتمینه غونډه کې د پوهنې ریاست مسئولینو او نورو ویناوالو هر یو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په ټولنه کې د علماوو پر مقام او د قرآن کریم د حفظ په فضیلت خبرې وکړې.
د غه راز هغوی په هېواد کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د چمتو شويو فرصتونو سربېره د ملي امنیت د تامین په اړه خوښي څرګنده کړه.
د تخار پوهنې ریاست مسئولینو له خلکو وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د سالمې تربیې او زده کړو په موخه، ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.
ګډون والو د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې د پوهنې له بنسټونوسره به خپله همکاري لا پسې غښتلې کړي.
