په بلخ ولایت کې د یوې مدرسې جوړولو لپاره ځمکه ورکړل شوه.

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۵:۴
په بلخ ولایت کې د یوې مدرسې جوړولو لپاره ځمکه ورکړل شوه.

 دبلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ يوې دين دوستې مور ، د خاص پز په کلي کې د نورالمدارس مدرسې جوړولو لپاره خپله ۴۰۰مترمربع ځمکه چې ٢٥٠ زره افغانۍ ارزښت لري، مرسته وکړه.
  د يادې ځمکې اسناد د پوهنې رياست مسؤلينو، مخورو، علماؤ او قومي مشرانو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې د دهدادي ولسوالۍ پوهنې آمريت ته وسپارل شول.
 د سيمه ييزو خلکو په خبره، دې سپېڅلې مور غوښتل چې خپله ځمکه په ۲۵۰ زره افغانیو وپلوري او د بیت الله شریف حج ته ولاړه شي، خو د خپل بوډاتوب، جسمي کمزورۍ او د اسلام له سپېڅلي دین سره د زیاتې لېوالتیا له امله یې خپله ځمکه، يادې ديني مدرسې جوړولو لپاره وقف کړه.
 د بلخ پوهنې مسؤلینو په خپلو خبرو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث په یادولو سره مدرسې ته د ځمکې ورکول یوه دوامداره صدقه وبلله او د الله تعالی ج له دربار څخه يې ورته دلوی اجر غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS