په بغلان ولایت کې د احسن المدارس مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۴:۳۸
123

د بغلان ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد نور عزیزي د تاله او برفک په ولسوالۍ کې د احسن المدارس مدرسې بنسټ ډبره کېښودله.
د الحاج عبدالقادر په نوم یو تن د يادې مدرسې لپاره یو جریب  شاوخوا کې خپله شخصي  ځمکه ځانګړي کړه، چې د رغولو لګښت يې د وزارت د بودیجې څخه ورکول کیږي.
د بغلان ولایت پوهنې رئیس د هېواد له هغو خلکو څخه چې د پوهنې په برخه کې د دوی ملاتړ  کوي مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ټول هېواد کې د ديني او عصري ښوونیزو بنسټونو پرمختګ د پوهنې وزارت له اساسي موخو څخه دی، او د یاد شخص څخه چې خپله شخصې ځمکه یې د مدرسې لپاره ځانګړی کړې وه مننه وکړه او دا مرسته یې صدقه جاریه وبلله.
  د تاله او برفک دیني علماوو او اوسېدونکو د دې مدرسې د جوړېدو هرکلی وکړ ، دوی د پوهنې وزارت په ځانګړي ډول د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې د خدماتو  وړاندې کولو په برخه کې يې له یاد ریاست خپل ملاتړ اعلان کړ. 
 علماوو له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه  د ديني او عصري علومو زده کړو ته وهڅوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS