په بغلان ولايت کې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي او ورسره مل پلاوی د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د خوست فرنګ ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د عتیق الله رامین لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.
په یادو مراسمو کې د سترې محکمې مرستیال شیخ محمد شریف حقاني،د پوهنې ریاست مسئولینو، علماوو او د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم ګډون درلود.
د خوست فرنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسئولینو په وينا، د یاد لومړني ښوونځي لګښت اووه ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د هېواد د ملي سوداګر عقيق الله رامين له لوري ورکول کېږي.
د بغلان ولايت پوهنې رئیس د ښاغلي رامين له دغه اقدام څخه ستاينه وکړه او د یاد ولايت له نورو سوداګرو او اوسېدونکو يې وغوښتل، چې له پوهنې رياست سره خپلو مادي او معنوي همکاریو ته دوام ورکړي.
په پاى کې ويناوالو د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د پوهنې په ارزښت خبرې وکړې او د ښوونځيو جوړول يې له اوسنيو خيريه کارونو څخه ياد کړل.
له بلې خوا د یاد سفر په څنډه کې د بغلان پوهنې رئیس د یادې ولسوالۍ له اداري او تدريسي فعاليتونو څخه کتنه وکړه او د ستونزو په باب يې مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې .
