په بدخشان کې د دوو ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند په برلاس چناراوشاهمري ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو دوه ژورې څاګانې تر کیندنې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د برلاس چنار منځني ښوونځي د پاکو اوبو څاه ۹۵ متره ژوروالی لري چې د۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د مرحوم عبدالحمید د کورنۍ په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
همدارنګه، د شاهمري منځني ښوونځي د پاکو اوبو څاه د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت، د یو تن خیرخواه شخص انجنیر حاذم شیدا په مالي همکارۍ جوړاو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
