په بدخشان ولايت کې ديوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۵۳
بل

  د بدخشان ولايت مرکز فيض آباد ښار وکيل آباد سيمه کې، د شېرخان لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې، چې د ياد ولايت پوهنې رئيس، ښاروالۍ رئيس، دیني عالمانو او قومي مشرانو پکې ګډون درلود؛ کېښودل شوه. 
 د ياد ولايت د پوهنې  مسئولينو د څرګندونو له مخې: د ياد ښوونځي ودانۍ به په یوه پوړ کې، چې آته درسي ټولګي او يو احاطوي دېوال ولري او په لمريزې برېښنا سيسټم، يوه ژوره څاه، يو تشناب، میز او څوکۍ به سمباله وي، جوړه شي.
   د یاد ښوونځي ټول لګښت ۲۱ میلیونه ۶۹۵ زره ۸۸۵ افغانۍ اټکل شوی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ(UNHCR) د ساحوي دفتر له خوا تمویلیږي.
  دبدخشان ولايت پوهنې رئيس، د ياد مرستندويه بنسټ له  مرستې څخه دخوښۍ څرګندولو په ترڅ کې، له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان د زده کړو په موخه مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
  د يادونې وړ ده، چې د ياد ښوونځي زده کوونکو تر دې مهاله په آزاده فضا کې زده کړې کولې او د ودانۍ بيارغونې چارو په بشپړېدو سره به له خوندي او مناسب درسي چاپېريال څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS