په بامیانو کې د کلیوالي ښوونځیو نوي ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_بامیان: په بامیانو کې کلیوالي ښوونځیو کې د نوي ګمارل شوو ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې رییس محمد ایوب امیري، د یونیسف د ښوونې او روزنې رییس محسني، د ښوونکو دروزني ریاست رییس سید علي احساني او ښوونکو برخه اخیستې وه.
دغه ورکشاپ د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ او د بامیانو د پوهنې ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوی، چې د کلیوالي ښوونځیو نوي ګمارل شوي ۶۲ تنه چې د ددې جملي نه ۱۶ تنه یې میرمني دي ګډون لري، په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته به د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې، د درسي میتودونو د زده کړې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه لازم مالومات ورکړل شي.
د بامیانو د پوهنې رییس محمد ایوب امیري د دغه راز ورکشاپونو جوړیدل د ښوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره ګټور وبلل او د دې ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې د امکان تر حده نوي تعلیمي توکي وکاروي.
د یونیسف دفتر د تعلیم مسول ښاغلي محسني هم له برخه والو ښوونکو څخه وغوښتل ترڅو په دې ورکشاپ کې چمتو شوي اړین مهارتونه زده کړي.
