په بامیانو کې د سرخقول ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د پوهنې وزارت، بامیان: د بامیان ولایت مرکز اړوند د سرخقول لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د نوموړي ولایت والي سید انور رحمتي، د پوهنې رییس محمد ایوب امیري، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو او زده کوونکو په شتون کې د پټی په پریکولو سره پرانیستل شو.
د نوموړي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په افغانستان کې د سویس هیواد د همکارۍ دفتر او د هالند شاهي دولت په مالي مرسته د ۱۴۷ زرو ۳۶۷ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې ۸ درسي خونې، ۴ اداري خونې، د احاطې دیوال، تشنابونه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوي لري، چې په یوه وخت کې ۳۵۰ زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي. د بامیانو والي سید انور رحمتي هم له خلکو وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او د تجهیزاتو په ساتلو کې همکاري وکړي.
د بامیانو د پوهنې رییس محمد ایوب امیري د دې پروژې تمویل کوونکو او پلي کولو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په یاده پروژه کې ۳۶۷۵ ډالر دسیمې د خلکو ونډه ده. د پوهنې رییس ښوونه اوروزنه د یوې ټولنې پرمختګ وباله او له اوسیدونکو او ښوونکو یې وغوښتل چې د ماشومانو د تعلیم لپاره د پوهنې ریاست سره په همکارۍ کې غوره امکانات رامنځته کړي.
