په بادغیس ولایت کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د تشکیلاتي جوړښت په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۹:۲۳
415

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست یو پلاوی، د رسمي کارونو د ترسره کولو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ریاست د نوي تشکیلاتي جوړښت د وضاحت په موخه، بادغیس ولایت ته ولاړ.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د بادغیس ولایت له پوهنې سرپرست محمد نبي صبور او یو شمېر نورو مهمو مسئولینو سره په کتنه کې، د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ریاست جوړښت او کړنلاره تشرېح کړه.

همدارنګه یې د بستونو د انتقال او ټاکلو، د ښوونکو د روزنې او د ښوونیزې څارنې د غړو په اړه مسئولینو ته معلومات ورکړل.

د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسئولينو په همکارۍ د مرکز او ولسواليو د ښوونیزې څارنې د ١٠٢ تنو تحصیلي اسناد و څېړل، تر څو وړ کسان په نویو بستونو کې د دوی د زده کړې له مخې و ټاکل شي او پاتې کسان به د ځانګړي معیار له مخې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه نوي تشکیلاتي جوړښت کې به هېڅ کارکوونکی له خپلو دندو څخه بې برخې نشي.

په پای کې د مسلکي پراختیا د نوي تشکیلاتي جوړښت په اړه د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۲ جریبه ځمکه وقف شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې، د یاد ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ۲ جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS