په  خوست کې نوي پوهنیز کال په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۱:۲۷
moe

په خوست ولایت کې ۱۳۹۸ پوهنیز کال د ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدايي،د اجراییه ریاست سلاکار ښاغلي غازي نواز ټني او پوهنې رییس نصیر احمد روشان له خوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره رسمآ پیل شو.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله د خوست دفوټبال په ملي لو بغالي کې جوړه شوي وه، د ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایی، د اجراییه ریاست سلاکار ښاغلي غازي نواز ټني او پوهنې رییس نصیر احمد روشان،  قومي مشرانو، مدني ټولنو غړو، زده کونکو، د زده کونکو د کورنیو غړو او عامو خلکو ګډوون کړی و.

په یاده غونډه کې د قران کریم د مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته د پوهنې رییس د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست په ویلو سره زیاته کړه: را تلونکي کال د پوهنې لپاره د پرمختګ کال دی او هیله لرو، چې ټول له پوهنې سره همکاره ووسي.

وروسته د ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په خپله وینا کې وویل:  نن د ښوونځي د زنګ وهلو پیغام دا دی، چې له خپلو زړونو، فکرونو، کورونو او کلیو څخه د جهالت، تعصب، تربګنۍ، نفاق، جنګ او له هېواد سره د دوښمنۍ زنګ لرې کړو او د شېشې غوندې یې صفا کړو.

والي وویل په کار دي، چې د یو والي او علم په زنګ مړه زړونه ژوندي کړو، مړاوي فکرونه تازه کړو.

د یادونې وړ ده ، چي د خوست په ولایت کې ټول ۳۶۰ دولتي او ۱۱۵ خصوصي ښوونځي لري، چې ټول ټال په کې ۳۵۰۰۰۰ تنه زده کونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ سلنه یې نجونې زده کونکې دي. چې د تدریس چاري یې د ۴۵۰۰ تنه رسمي او ۲۰۰۰ تنه حق الزحمه ښوونکو لخوا ورکول کیده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS