پل علم ښوونکو ته د ځموکو نومرو وېش پیل شو
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د مرکز اړوند د ۷۴ ښوونځیو پر ۹۹۷ ښوونکو د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکو نومرو وېش پیل شو.
پر یادو ښوونکو د ځمکو د نومرو د وېش په غونډه کې، چې د یاد ښارګوټي په ساحه کې جوړه شوې وه د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي او ښوونکو برخه اخیستې وه.
دا ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.
یاد ښارګوټی د استوګنې ۹۹۷ نومرې لري، چې د څلورو ورځو په موده کې به د پل علم پر ۹۹۷ مستحقو پېژندل شویو ښوونکو په وړیا ډول ووېشل شي.
په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي پر ښوونکو د نومرو د وېش پر مهال وویل، چې په یاد ښارګوټي کې ټولو ښوونکو ته د پچې اچونې له لارې نومرې وېشل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې ښارګوټي کې د ښوونکو د نومرو د وېش لړۍ ډېره شفافه وه او ټولو مستحقو ښوونکو ته د ټاکل شوي کمېسیون له خوا نومرې ورکړل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوګر د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي هم پرانیستل شوي دي.
