پروان ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو ته ۲۰ عدده ټبلېټ ګلګسي ووېشل شول
په پروان ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو ته د ښوونکو د تدریس کچې لاښه والي په موخه ۲۰ عدده ټبلېټ ګلکسي توضېع شول.
د پورته ذکر شویو ټبلېټونو د وېش مراسمو کې، د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي د وینا په ترڅ کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو څخه وغوښتل چې د خپلو ورځنیو چارو لا ښه والي لپاره له دې وسایلو څخه اغېزمنه او ګټوره ګټه پورته کړي.
همدارنګه نوموړي د ټبلېټونو په شخصي او غیر رسمي چارو کې استفاده کول د اصولو خلاف وبلل.
د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو هم د پوهنې وزارت او د همکارې ادارې له مشرتابه څخه د پورته ذکر شویو وسایلو له وېشلو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې، دوی به یې په رسمي چارو کې وکاروي او په یاد ولایت کې به د پوهنې لا پراختیا لپاره ترې کار واخلي.
