وزې ځدراڼ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۵ - ۹:۴۲
moe

 

د پکتیا ولایت وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د موتي منځنې ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې. 

ښاغلي ځاځي د یاد ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، مونږ متوازن پرمختګ ته ژمن یو، هدف مو دا دی چې ټولې پکتیا ته مساوي خدمتونه وړاندې کړو. انشاالله ځدراڼ میشتی سیمې به ورځ ورځ تر بلې پرمختګ کوي

د موتي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي دول په دوو پوړنو کې، چې شاوخوا ۱۵میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، لابراتوار، د احاطي دیوار،  د اوبو رسونې سیستم او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. 

درنښت

داړیکواو عامه پوهاوی ریاست

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

په غور کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ساینس او ریاضي ۱۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه‌والي په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوی د رسمي سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته ورسېد او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې. . .

BACK TO NEWS