هرات ولایت کې اړمنو زده کوونکو ته قرطاسیې ورکړل شوې
پوهنې وزارت، هرات: د هرات ولایت د ښوونځي جوړونې ټولنې له لوری ۱۵۰۰ اړمنو زده کوونکو ته قرطاسیې ورکړل شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د دولتي چارواکو، زړه سوانده سوداګرو او ښوونکو په ګډون جوړه شوې وه، د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي د پوهنې برخه کې د هرات د خلکو او زړه سوانده سوداګرو له مرستو مننه وکړه.
همدارنګه د هرات والي سید عبدالوحید قتالي هم د ښوونې او روزنې په برخه کې د خلکو د پراخې ونډې له امله خوښي څرګنده کړه او دا یې په هرات کې د پوهنې د پرمختګ اساس وباله.
هیره دې نه وي چې هرات ولایت کې د ښوونځیو جوړونې ټولنه، د یاد ولایت د زړه سوانده سوداګرو لخوا جوړه شوې چې، تر دې دمه یې د ښوونځیو په جوړونې او د هرات پوهنې سره د مرستې برخه کې میلیونونه افغانۍ لګولي دي.
