ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ تریلي لومړني ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د اقرا برنامې له لورې د شپږو میاشتو په موده کې به پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۰ درسي خونې، ۲ اداري خونې، ۵ غرفې تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه او نورو اړینې اسانتیاوي لري، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره ۳۶۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.
د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یي کړه، دا مهال د ننګرهار په ولایت کې د اقرا برنامې له لورې د ۲۳۹ ښوونځیو پر ودانیو کار روان دی چې یوازې ۴۲ یې د چپرهار په ولسوالۍ کې جوړیږي.