ننګرهار کې د يو لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پوهنې وزارت _ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ کې د يو لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره دنوموړي ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو لخوا کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقراء برنامې له لوري په اتلس بسوې ځمکه کې د ۴ میاشتو په موده کې د ۳ ميليونه او ۱۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړیږي ، چې ۶ درسي خونې، د احاطې ديوال، تشنابونه، د پاکو اوبو څاه نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري
د يادولو وړه ده، چې سږ کال به د ننګرهار ولايت په بېلا بيلو ولسواليو کې د کليو پراختيا رياست، ولسي تړون پروګرام، اقرا برنامې په چوکاټ کې دکليوالي شوراګانو له لارې ۲۰۸ بابه ښوونځيو ته ودانۍ ورغول شي.
