ننګرهار کې د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دیرشمه کالیزه ونمانځل شوه
د پوهنې وزارت_ننګرهار: ننګرهار کې زده کوونکو د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دیرشمه کالیزه د شعرونو او مقالو په لوستلو ونمانځله!
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ننګرهار دپوهنې ریاست له لورې د یونیسف ادارې په مرسته د جلال اباد ښار په بي بي حوا لېسه کې جوړه شوي وه، د پوهنې ریاست مسوولینو برسیره د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنیز بهیر سره د مرسته کوونکو ادارو استازو پکې برخه اخیستې وه.
د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی د یونیسف ادارې نه مننه وکړه چې ددې په زړه پورې مراسمو په جوړولو کې یې مرسته کړې، دپوهنې ریس وویل له بده مرغه زموږ په ټولنه کې لا هم ماشومانو ته د مستقلو شخصیتونو په سترګه نه کتل کیږي او هغه حقونه چې داسلام مبارک دین او نورو مدني قوانینو ماشومانو ته ورکړي، نه ورکول کیږي.
حسیب الله شینواري وویل که ماشومان دخپلو حقونو دغوښتنو زړورتیا نه لري باید لویان یې د حقونو په ورکولو ځان مکلف وبولي او موږ باید په ګډه د ماشومانو حقونو ورکولو کلتور دودولو ته کار وکړو.
بیا په ختیزو ولایتونوکې د یونیسف ادارې د ښوونیزې برخې مشرې او دیادې ادارې سرپرستې انیتا حیدري خبرې وکړې او دماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون په اړه یې معلومات وړاندې کړل اغلې حیدري وویل دخوښۍ ځای دی چې اوس د پوهنې اداره د ماشومانو د حقونو په تر لاسه کولو کې د یوې مدافعې ادارې په توګه چلند کوي. هغې د پوهنې له ریس او مشرتابه مننه وکړه چې دې برخې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
