ننګرهار کې د غوچکو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګر هار ولایت دسره رود ولسوالی د پوهنې امریت اړوند غوچکو لېسې نوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په یاده لېسه کې جوړه شوي وه د ننکرهار والي شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې دسیمې خلکو او معارف کورنۍ ته دمبارکۍ ویلو تر څنګ وویل سږکال به په ننګرهار کې دوه سوه شل بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې د ښارجوړونې ریاست نه مننه وکړه چې د غوچکو لېسې ودانۍ چارې يې بشپړ کړې، دپوهنې ریس د سیمې له ځوانانو او زده کوونکو وغوښتل چې د ښوونځي د کتابتون په جوړولو او کتابونو پیدا کولو کې همکاري وکړي.
پوهنې ریس وویل سږکال به د غوچکو لېسې په ګډون په درې سوه ښوونځیو کې کمپیوټر خونې فعاله او زده کوونکي به يې له پرمختللې ټکنالوژۍ نه برخمن شي.
پوهنې ریس د سیمې له خلکو هم غوښتنه وکړه چې ددې ودانۍ په ساتلو کې همکاري وکړي.
د غوچکو لېسې نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په درې پوړونو کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ښار جوړونې وزارت له لورې جوړه شوه، چې دیرش خونې، د اوبو څښلو څاه، زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ اونورې اړوندې ښوونیزې اسانتیاوې لري. چې دخوا او شاه درې زره نجونو او هلکانو زده کوونکو دسرپناه ستونزه به هواره شي.
