ننګرهار کې د دوه بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۴:۲۲
دوباب مکتب در ولایت ننگرهار به بهره برداری سپرده شد

د پوهنې وزارت، ننګرهار : د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د اتفاق فاملیو د نجونو او هلکانو د ښوونځیو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.

یادې ودانۍ د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د اقرا برنامې له لورې د شپږو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول د ۱۲ میلیونو ۱۲۰ زرو افغانیو په مجموعي لګښت جوړي شوې، چې د هلکانو د ښوونځي ودانۍ ۱۰ درسي خونې، ۲ اداري خونې، ۵ غرفې تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه او نورو اړینې اسانتیاوي لري .

همدارنګه د نجونو د ښوونځي ودانۍ ۶ درسي ټولګي ، یوه اداري خونه، ۳ غرفې تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه او نورو اړینې اسانتیاوي لري ، چې د دغو ښوونځيو په جوړېدو سره نږدې ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د یادو ښوونځيو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او د ښوونځیو له زده کوونکو یې وغوښتل چې دودانیو په ساتلو کې زیار وګالي او دغه راز یې د سیمې له مخورو دخپلو ښوونځیو سره د مرستې او د پسرلي په موسم کې د ښوونځیو د چاپیریال د زرغونتیا لپاره د ونو بوټو د کینولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته د اداري او درسي وسایلو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د ۹ قلمه اداري او درسي وسایلو وېش د پوهنې وزارت په همکارۍ د یو مرستندوی بنسټ له لوري پیل شو، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۳ تنو هغو ماشومانو څخه چې له کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د پوهنې مسئولینو په حضور کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۳۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند «ده‌غوچي» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د یادې پروژې لومړنی لګښت له یو میلیون. . .

BACK TO NEWS