ننګرهار کې دیو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د شهید پوهاند وفی الله سمیعی د لومړني ښوونځي نوې ودانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د ښوونځي د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل، چې دغه ودانۍ د جاپان هیواد دشانتي رضا کاری ټولنې له لوري د دري اعشاریه دوه میلیونو افغانیو په ارزښت دنهو میاشتو په موده کې جوړه شوې،چې
۹درسي ټولګي، زده کوونکو لپاره دوه کسیزه مېز – څوکۍ او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې د مرسته کوونکې ادارې او دسیمې له قومي مشرانو هم مننه وکړه، چې د معارف تر شاه ولاړ دي او هیڅکله یې هم خپلې مرستې له معارف نه نه دي سپمولي.هغه له ولسي مشرانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د معارف د هرې پلې کیدونکې پروژې نه څارنه وکړي.دپوهنې ریس ډاډ څرګندکړ،چې په نوي کال کې به د روداتو ولسوالۍ د پوهنیز بهیر پر وړاندې پرتو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.
دیاده ولووړ ده، چې د شهید پوهان وفی الله سمیعی په لومړني ښوونځي کې خواوشاه زر تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، چې د نوي ودانۍ له جوړیدو سره به ورته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
دمراسمو په پاې کې د یاد ښوونځي په خواوشاه زر تنو زده کوونکو قرطاسیه او دښوونځي بکسې هم وویشل شوې.
