ننګرهار ولایت کې د پوهنې ریاست او (HHRD) موسسې تر مینځ د مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
امضاء تفاهنمامه همکاری میان ریاست معارف ننگرهار وموسسه (HHRD)

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست او (HHRD) مرستندویه موسسې ترمینځ د مرستو تړون لاسلیک شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل: یاده اداره به د ننګرهار ولایت بټي کوټ،هسکې مینې، کامې او مومندرې ولسوالیو کې له ۱۶۰۰ تنو زده کوونکو سره د قرطاسیې او د لوبو سامان مرسته وکړي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه: دغه مرستندویه موسسه به، په جلال اباد ښار او سرخ رود ولسوالۍ کې د ۳۵۰ تنو یتیمو زده کونکو کفالت هم پرغاړه واخلي.

همدارنګه د (HHRD) موسسې مشر ذبیح الله شیرزاد وویل: د پوهنې ریاست سره د شوي تړون له مخې به، په شیرزاد او حصارک غلجایي ولسوالیو کې له ۳۰۰ تنو اړمنو زده کونکو سره هم د قرطاسیې مرسته وکړي.

همداراز نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به هم د پوهنې ریاست سره هراړخیزې مرستې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS