میدان وردگو ولایت د امام ابوحنیفه عالي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو فراغتغونډه
د میدان وردگو ولایت د جغتو ولسوالي د امام ابوحنیفه ګربت عالي لېسې له ۱۲ ټولګي څخه ۶۷ تنو فارغ زده کوونکو ته د فارغت په ویاړ شانداره غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د یادې لېسې مسؤلینو، ښوونکو، زده کوونکو د فارغ شویو زده کوونکو والدینو، علماوو د سیمې قومی مشرانو او ولسي وکړو ګډون کړي ؤ.
غونډې ته د یادی لیسې مدیر سیدالرحیم خبرې وکړې. نوموړی فارغ شویو زده کوونکو، د هغوی والدینو او ټول ولس ته مبارکی وویله، نوموړي زیاته کړه چې له یادې لیسې څخه د ۱۳۷۷لمریزکاله را پدی خوا ۱۲۹۲ تنه له ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوی زده کوونکی ټولنې او هېواد ته د خدمت لپاره وړاندې کړي، له دې شمېر څخه ۱۱۸۵ تنو د کانکور د آزموینې له لارې لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو ته لار موندلې.
له هغه وروسته علماوو غونډې ته د علم فضلت په اړه مفصلی خبري وکړي او د فارغینو د فراغت مبارکي تر څنګ ئې خلک یی وهڅول چې خپل اولادونو ښوونځیو ته ولیږي او زده کړې پرې وکړي او یاده یی کړه چې د پرمختګ یوازینۍ لار د علم زده کړه ده.
همدارنګه علماوو د فارغینو والدینو، د سیمې مشرانو، مخورو، د امام ابوحنیفه ګبرت عالي لېسې مسؤلینو دکړنو، لاسته راوړونو او هڅو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې ئې د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.
