میدان وردګ ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو لومړني ښوونځي ودانیزې چارې بشپړې شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۳۲
sdffsa

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت په بند چک ولسوالۍ کې د بي بي هاجره لومړني ښوونځي ودانیزې چارې په دې وروستیو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

د دغه ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او ټول اړین ملحقات لکه، احاطوي دېوال، درسي ټولګي، اداري خونې، لابراتوار، کتابتون او داسې نور لري.

د یاد ښوونځي د نوې ودانۍ ټولیز لګښت ۱۰ مېلیونه ۳۸۲زره ۴۰۵ افغانۍ دی، چې د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې له خوا ورکړل شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS