ملي شورا د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې د معینيت کړنې وستایلې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۱:۲۷
ملي شورا د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې د معینيت کړنې وستایلې

د پوهنې وزارت_کابل: ولسي جرګې د ډاکتر سردار محمد رحيمي په مشرۍ د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې معینیت د اغېزمنو کړنو او فعالیتونه ستاینه وکړه. د ولسي جرګې د منشي په دفتر کې د یاد معینیت له کړنو په داسې مهال تقدیر وشو، چې د ولسي جرګې منشي کریم اتل، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې مرسل نبي ‌زاده، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی خلیل احمد مجاهد، په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی میرویس خادم، د سواد د زده کړې معینیت د بشري سرچېنو د انکشاف مديره مېرمن حکیمه کریمي، د پلان جوړونې آمر رحمت الله رسا او د سواد د زده کړې په برخه کې د ښځو د پياوړتیا سلاکاره مېرمن کهکشان کوفي هم حاضر وو.

غونډه په دې موخه جوړه شوې وه، چې په جوړښتي برخه کې د معینیت اصلاحات، د پالیسیو په برخه کې د طرزالعمل بیا کتنه، د کارکوونکو شفاف استخدام، په خپل وخت او موثر ډول سره د زده کړو پروګرامونو پلي کول، د سواد په زده کړه کې د خلکو ونډه، د کورنيو او بهرنیو بنسټونو سره د معینیت اړیکو پراختیا، سواد زده کړو ته د زده کوونکو بهتره لاسرسي او په سترو پرېکړو کې مېرمنو ته د لا زیاتې ونډې ورکولو او نورو کړنو څخه تقدیر وکړ.

په دې غونډه کې د سواد د زده کړې معین د مقننه او اجرائیه قواوو تر منځ د قوي اړيکو د رامنځته کولو او همکارۍ غوښتنه وکړه او دا یې د ولسي حاکمیت مهم اصل وبللو. همداراز کریم اتل ژمنه وکړه، چې ولسي جرګه به په مختلفو برخو کې د پوهنې وزارت او سواد د زده کړې له معینیت سره همکاري وکړي.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې منشي کریم اتل او مېرمن مرسل نبي زاده، د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین سردار محمد رحیمي، ستر تخنیکي سلاکار محمد یاسین صمیم او د بشري سرچېنو د انکشاف مديرې مېرمن حکیمه کریمي ته ستاینلیکونه ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS