ملت ته د حکومت د ځوابوینې په ناسته کې د پوهنې وزارت د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې تشریح شوي.

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۲۰:۵۸
ملت ته د حکومت د ځوابوینې په ناسته کې د پوهنې وزارت د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې تشریح شوي.

پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د ښوونیز نصاب پراختیا او ښوونکي روزنې معینې مرجان متین او د سواد زده کړې معین ډاکتر سردار محمدرحیمي ملت ته د حکومت د ځوابوینې په ناسته او د رسنیو په شتون کې د پوهنې وزارت د ۱۳۹۸ کال کې لاسته راوړنې تشریح کړې.

د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په دې غونډه کې چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې ترسره شوه، یاده کړه چې په پنځه کلنه ملي سترتیژۍکې د ښوونیزو خدمتونو اړوندتوب او کیفیت، راڼه او ځوابویونکی، ګټور مدیریت او ښوونیزو خدمتونو ته یوشان لاسرسۍ د پوهنې وزارت له اساسي موخو څخه دي.

پوهنې وزیر وویل چې دا وزارت د ۲۳۷ زره کارکوونکو له شتون سره د ملکي خدمتونو تر ټولو ډير ځواک یې ځان ته څانګړی کړۍ دۍ چې په مجموع کې د ملکي خدمتونو ۶۸ سلنه کارکوونکي په پوهنې وزارت پوري اړه لري.

پوهنې وزیر د یاد وزارت د تشکیل په اړه وویل چې پوهنې وزارت ۲۶۳۸۸۶ بستونه په تشکیل کې لري چې له دې مینځه ۸۳ سلنه د ښوونکو بستونه، ۴.۲ سلنه د مامورینو بستونه او ۱۲.۸ سلنه خدماتي بستونه د دې وزارت په رسمي تشکیل کې دي، همدارنګه د بالمقطع کارکوونکو په برخه کې باید وویل شي چې په ۹۸ کال کې د ۱۳۰۰ کارکوونکو له جملې څځه ۱۰۰ میرمنې د بالمقطع کارکوونکو په توګه په مرکز او ولایتونو کې ګمارل شوي دي.

پوهنې وزیر په ۱۳۹۸ کال کې د یاد وزارت ټولټال بودجه د ۳۷ میلیارد افغانیو څخه ډيره اعلان کړه او زیاته یې کړه چې له دې جملې څخه ۳۵.۵ میلیارد افغانۍ عادي بودجه ده چې ۹۹ سلنه په مصرف رسیدلې او ۲.۵ میلیارد افغانۍ پراختیایي بودجه ده چې ۹۳ سلنه یې په مصرف رسیدلې ده.

ډاکتر بلخي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ودانیو کرایي سپما ته په اشارې وویل چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د پوهنې وزارت ۴ ادارې چې په کرایي ودانیو کې یې فعالیت درلود د پوهنې وزارت د ملکیتونو ساحو ته انتقال شوي دي، همدارنګه پوهنې وزارت د خپلو څلورو ریاستونو د انتقال څخه ټولټال ۱۲ میلیونه ۱۹۵ زره افغانۍ د تیرو کلونو په پرتله د دولت په بودجه کې سپما کړې ده.

پوهنې وزیر همدارنګه په روان کال کې د پوهنې عوایدو په اړه وویل چې د ښوونکو معاشونو د ورکړې او د تیرکال مصارفاتو، د حقوقي شخصیتونو او انفرادي اشخاصو جریمې، د ترانسپورتي کمیشن اخیستنو، د داوطلبي په پروسو کې د ګډون حق، په ورکټونونو کې د ماشومانو داخلې فیس، د جواز ورکړې او نورو مواردو کې د ۴۱ میلیونو څخه ډیر عواید ټول کړي دي.

ډاکتر بلخي د ښوونکو او کارکوونکو بایومټریک پروسې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو دا ثبتول مو د خیالي کارکوونکو پیژندلو او د معاشونو په ویش کې د روڼتیا په موخه ترسره کړي چې تر اوسه ۲۲۳ زره او ۱۶۰ تنه د پوهنې وزارت کارکوونکي بایومټریک شوي او د ۴۰ زره او ۷۲۶ تنو کارکوونکو د بایومټریک پروسه دوام لري.

پوهنې وزیر همدارنګه په یوه وخت کې د ۴۰۰ نفرو په ظرفیت د بشري سرچینو خدمتونو مرکزونو د جوړولو، د پوهنې وزارت کارکوونکو د ۲۴۰ زره نفرو د دفتر سوانح د الکترونیکي کول، د ښوونکو معاشونو د ورکړې سیسټم الکترونیکي کول او د یاد سیسټم څخه د ۷۴ سلنې ګټه اخیستل، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو جواز اخیستلو پروسې آنلاین کول او د شهادتنامو بریښنایي کول یې د هیواد د ښوونې او روزنې سیسټم د ښه والي به موخه د یاد وزارت له نورو ګامونو څخه یاد کړل.

ډاکتر بلخي په دوام کې وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې ۱۷۳۲۳۰ قطعي شهادتنامې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو فارغینو لپاره ویشل شوي چې له دې ډلې ۷۷۴۲۰ قطعې یې د بریښنایي سیسټم له لاري ویشل شوي دي، همدارنګه باید ووایو چې د نورستان، بادغیس، نیمروز او ارزګان ولایتونه هم په دې سیسټم کې شامل شوي دي.

پوهنې وزیر په پوهنې وزارت کې د ښځو ګمارنې او جنسیتي مساواتو ته د پاملرنې به برخه کې وویل چې په همدې موخه د پوهنې وزارت د مشرتابه په کچه ۵۵ میرمنې ګمارل شوي دي.

ډاکتر بلخي د خبرو په بلې برخې کې د پوهنې لسیزې په چوکاټ کې د ښوونیز حالت ښه والي لپاره د پوهنې وزارت کړنو ته په اشارې وویل چې په لمړنۍ برخه کې د زده کوونکو په اړه باید وویل شي چې زمونږ شعار (هر سه د زده کوونکو لپاره دي) په ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې په مجموعي ډول ۱ میلیون او ۱۳۶ زره تنه نوي شامل شوي زده کوونکي چې ۴۰ سلنه یې نجونې تشکیلوي جذب کړې دي، له دغو شمیرو په خوشحالۍ سره باید وویل شي چې د پخوا په پرتله د نجونو زده کوونکو په جذب کې ۲۰ سلنه زیاتوالۍ راغلۍ.

پوهنې وزیر په دوام کې وویل: ښوونیزو خدمتونو ته د خاصو اړتیاوو لرونکو ۳۴۰ معلوله ماشومانو (۱۲۳ نجونو) ته د لاسرسي زمینه، د همکارو موسسو د ملاتړ سره د ۱۷۴ زره راستنیدونکو او بیځایه شویو ماشومانو له جملې ۱۰۵ زره نجونو لپاره د زده کړو زمینې چمتو کولو، د سیمه ایزو ټولګیو د جوړولو له لارې د ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا، غزني او کندز په ولایتونو کې د ۳۹۵۸ کوچیو ماشومانو له جملې ۱۹۳۹ نجونو لپاره د ښوونیزو خدمتونو د زمینې چمتو کولو او همدارنګه د جوګيانو قوم ۹۸ ماشومانو لپاره د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو او په ولایتونو کې د جوګیانو قوم ماشومانو سروې پاي ته رسیدل مو ښوونیز سیسټم ته د ماشومانو د لازیاتو شامل کولو لپاره زمونږ له نورو کړنو څخه دي.

ډاکتر بلخي همدارنګه د پوهنې وزارت د اصلاحي اقداماتو لکه د زده کوونکو د ویښتانو خریل، د زده کوونکو د هڅونې لایحې، د ښه راغلاست په غونډو کې د زده کوونکو د ګټه اخیستنې څخه مخنیوۍ او په ښوونځيو کې د درجه بندي سیسټم پلي کول يې تشریح کړل.

پوهنې وزیر د ښوونکو د ګمارنې په برخه کې په ۵ او ۶ رسمي بستونو کې د ۷۵۲۶ ښوونکو له ډلې د ۲۰۷۷ میرمنو د ګمارنې څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې ګمارنو سره د عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو، سواد زده کړې او ښوونکي روزنې په پروګرامونو کې د ښوونکو شمیر ۲۰۶۰۰۰ تنو ته لوړ شوۍ، همدارنګه په روان کال کې د ښوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې د ۱۵۵۵۶ تنو ښوونکو له ډلې ۸۰۱۴ تنه د ښوونکي روزنې د خدمت د ننه پروګرام کې جذب شوي دي.

د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په ویلو په ۱۳۹۸ کال کې ۱۲۵۰۰۰ تنه ښوونکو بستونو ارتقا او ۳۰۰۰ ښوونکو قدم ارتقا کړي او د قدم او بستونو د امتیاز له امله ۱٫۴ میلیارده افغانۍ ورکړل شوي او همدارنګه د ښوونکو پور صندوق په برخه کې باید ووایو چې تر اوسه د ۲۶۰۴ تنه ښوونکو لپاره پور ویشل شوۍ دۍ.

پوهنې وزیر د ښوونیز نصاب په برخه کې د نوي نصاب پرمخ له کار څخه خبر ورکړ او ویې ویل د ښوونیز نصاب چوکاټ د بهرنیو متخصصینو، علمي بنسټونو او مدني ټولنو د نظر له ورکولو وروسته وروستۍ شوي دي.

ډاکتر بلخي د ښوونخي مهم عنصر ته په اشارې وویل چې به ۱۳۹۸ کال کې ۱۹۹ ساختماني پروژې چې (۱۸۴ بابه ښوونځيو، د اسلامي زده کړو ۱۲ بابه مرکزونو، د ښوونکي روزنې ۳ بابه مرکزونو) له جملې څخه د هندوستان ۸۱ پروژې د کابل په ګډون په ۲۳ ولایتونو کې د ۴ میلیارده ډيرو افغانیو په ارزښت د وزارت د اختیاري پراختیایي بودجې څخه تمویل شوي، همدارنګه د ۶۰۰ زره بابه ښوونځيو د جوړونې پرواګرام هم دوام لري.

پوهنې وزارت په روان کال کې د ۱۷۷ بابه تړلو ښوونځيو له خلاصولو او د په کمپیوټر لب او لابراتوار د ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو له تجهیز څخه خبر ورکړ، همدارنګه د درسي کتابونو دویش او چمتو کولو په برخه کې ټینګار وکړ چې د عمومي زده کړو لمړنۍ دورې ۱۲.۲ میلیونه ټوکه کتابونه چاپ او ویشل شوي او د ۳۷ میلیونه ټوکه کتابونو د چاپ پروسه د تدارکاتي پروسې لاندې ده، ۲.۱ میلیون ټوکه د اسلامي زده کړو کتابونه د ۱۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت چاپ او ویشل کیږي.

ډاکتر بلځي همدارنګه د غاصبینو له منګولو څخه د ۱۲۱ جریبه ځمکې د بیرته اخیستلو، په یونسکو سازمان کې د غړیتوب اخیستل، د څارندوی نړیوال غړیتوب ترلاسه کول، د همکارۍ ۹۰ هوکړه لیکونه (له نړیوال بانک سره د ۲۹۸ میلیون ډالرو هوکړه لیک او له ټولو موسسو سره د ۱۱ میلیارد افغانیو) په ارزښت هوکړه لیکونه د پوهنې وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه یاد کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS