مطبوعاتي بلنلیک

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۲۱:۳۸
1234

کابل- افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال دغبرګولي ۱۷ مه،د پوهنې وزارت، د چارو د ادارې لوی ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره او د ازموینو ملي اداره د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ګډ خبري کنفرانس ولري. د رسنیو درنو استازو ته بلنه ورکول کېږي، چې د یاد کنفرانس د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
ویناوال: د یادو ادارو  رهبري.
موضوع: د هیواد په شلو ولایاتو کې د ښوونکو او پنځم او شپږم اداري اووه زره(۷۰۰۰)بستونو ازادې سیالۍ ته د سپارلو اعلان.
وخت : سه شنبه، د ۱۴۰۱ هـ ش کال د غبرګولي ۱۷مه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰بجې.
ځای:مرمرینه ماڼۍ،  د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

 

 
 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS