لوګر کې له ۴ زرو ډېر نجونې او هلکان له دولسم ټولګي فارغ شول
د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې له ۸۰ ښوونځیو څخه د ۵۲۳ نجونو په ګډون ۴۱۲۴ زده کوونکي له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.
فارغو شویو زده کوونکو له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې خپلې زده کړې بشپړې کړي، چې د ۱۸ او ۲۲ کلونو تر منځ عمرونه لري.
په فارغو شویو زده کوونکو کې ۵۲۳ نجونې او ۳۶۰۱ هلکان شامل دي، چې ټول ۴۱۲۴ د دولسم ټولګیو فارغین کېږي.
فارغ شوي زده کوونکي د کانکور ازموینې ته د ګډون فورمې ډکې کړي، چې ټول به د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د فارغو شویو زده کوونکو فارغېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
د پوهنې رئیس له فارغو شویو غوښتنه کوي، چې د کانکور ازموینې له لارې خپلې زده کړې د لیسانس او تر هغه پورته کچې بشپړې کړي.
د یادونې وړده،چې په لوګر کې تېر کال هم د ۳۷۳ نجونو په ګډون ۳۰۹۳ زده کوونکي له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي.
