لوګر کې زده کوونکو ته د کانکور د تیاري وړیا کورسونه جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۵
لوګر کې زده کوونکو ته د کانکور د تیاري وړیا کورسونه جوړ شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د مرکز اړوند د نجونو او هلکانو د یو شمېر لېسو د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالي کورسونه پیل شول.

دا کورسونه د پوهنې ریاست د لارښوونې له مخې د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له خوا جوړ شول چې د دولسمو ټولګیو ۳۰۰ تنو زده کوونکو ته د کانکور د تیاري او ساینسي مضمونونو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي څو زده کوونکي د راتلونکي کال د کانکور ازموینې ته چمتوالی ونیسي.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د یادو کورسونو جوړول د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو لپاره ډېر ضروري وبلل او د دولسمو ټولګیو له ټولو زده کوونکو نه یې غوښتنه وکړه، چې په جوړ شویو کورسونو کې ګډون وکړي او د کانکور آزموینې ته چمتوالی ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته ورته کورسونه جوړ کړي.

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو کلونو کې هم د دولسمو ټولګیو زده کوونکو ته ورته کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS