لوګر کې د نجونو یو تړلی ښوونځی بېرته فعال شو 

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۲:۵۰

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍد سرې غونډۍ د نجونو یو تړل شوی ښوونځی د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانیستل شو.  
یاد ښوونځی څلور کاله مخکې د امنیتي ستونزو له امله تړلی شوی وه، چې بېرته د پوهنې ریاست ، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو فعال شو.  
نوموړی ښوونځی په ۱۳۹۱ لمریز ښوونیز کال تاسیس شوی، چې د کلیوالو له خوا په یوه ورکړل شوي کور کې په فعالیت پیل وکړ.   
دغه ښوونځی دا مهال دوه لومړي ټولګي او یو دویم ټولګی لري، چې شاوخوا ۱۲۰ نجونې او هلکان په کې شامل شوي دي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد ښوونځي پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او د سرې غونډۍ له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.  
په خوښۍ ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۲ ښوونځي شتون لري،چې ټول د زده کوونکو پر مخ فعال دي. 
د یادې ولسوالۍ په ښوونځیو کې څه باندې ۷ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې له دې ډلې شاوخوا  ۳ زره  یې نجونې دي. 
د یادونې وړده، چې په ټول لوګر کې د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې دا مهال ټول د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستي دي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS