لوګر کې د نجونو زده کوونکو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۱:۴۵
لوګر کې د نجونو زده کوونکو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

په لوګر ولایت کې د نجونو ښوونځیو له ۵۰ ډېرو زده کوونکو د سنځل ګل په دودېزه کلنۍ مشاعره کې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.
په دې نندارتون کې د نجونو زده کوونکو بیلا - بیل لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي 
په یاد نندارتون کې نجونو زده کوونکو وکولای شول،چې د لاسي صنایعو په برخه کې خپل استعدادونه او وړتیاوې خلکو ته ښکاره کړي.
د نندارتون تر څنګ په یاده مشاعره کې زده کوونکو د معارف،هېواد او سولې په هکله ترانې هم وویلې.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د نجونو زده کوونکو د لاسي صنایعو ورته نور نندارتونونه هم جوړ کړي. 
د یادونې وړده،چې په لوګر کې له دې مخکې هم د نجونو زده کوونکو د لاس صنایعو ورته نور نندارتونونه جوړ شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS