لوګر کې د اساسي قانون د تصویب ۱۶مه کلیزه ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د هېواد د اساسي قانون د تصویب ۱۶مه کلیزه د یوې غونډې په جوړولو سره ولمانځل شوه.
یاده لمانځغونډه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې د نورو ولایتي چارواکو تر څنګ د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي له خپلو یو شمېر کارکوونکو سره برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې د اساسي قانون پر ارزښت او پلي کېدو خبرې وشوې او له ټولو افغانانو وغوښتل شول، چې دغه قانون پر ځان عملي دي.
د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۴ مه په کابل کې د لویې جرګې له خوا په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب شوی دی.
د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو کلونو کې هم د اساسي قانون په درناوي ورته غونډې جوړې کړې دي.
