لوګر ولایت کې څه د پاسه ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۵۰
564

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د لوګر ولایت پوهنې ریاست په اړوند کې د شاوخوا ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي.

یادې پروژې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ او د شریکو ادارو په مالي ملاتړ عملي شوې دي، چې پکې د ۱۴ بابه ښوونځیو لپاره د مجهزو ودانیو جوړول، د اړینو حفظ الصحوي اسانتیاوو رغونه، د لمریزې برېښنا او څښاک پاکو اوبو منظمو سیسټمونو نصبول شامل دي، چې په ترڅ کې یې د شاوخوا ۱۲۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي چاپېریال د نشتوالي ستونزه حل شوې ده.

د پوهنې مسئولینو په وینا: د پورته ذکر شویو پروژو سربېره، د تېرې میاشتې په جریان کې، نږدې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ نورو ودانیزو پروژو عملي چارې هم په رسمي ډول پیل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په کابل ښار کې له درې بابه ښوونځیو سره د تخنیکي، اداري او درسي موادو مرسته وشوه

د پوهنې مینه والو، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د محمد اسماعیل حسن‌زي، درخانۍ او استاد قایم خان ښوونځیو سره د ۸۱۷۰۰ افغانیو په لګښت اداري او درسي مواد چمتو کړل.
په دې مرسته کې د محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د ننګرهار ولایت پوهنې منسوبینو لپاره د عملیاتي پلان په اړه لارښود سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان تشرېح او په ښوونځیو کې یې د هغو د موخو پلي کولو لپاره روزنیز سیمینار ترسره کړ.
یاد سیمینار د پوهنې آمرینو، د مرکز او ولسوالیو د مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د مدرسینو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت لخوا د کابل ښار اړوندو مدارسو، د مسلکي پراختیا علمي غړو د ۱۸ کادري بستونو ډکولو لپاره ډله ییزه رقابتي ازموینه، د یاد وزارت د کفیل او اسلامي زده کړو. . .

BACK TO NEWS