لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د۲ درسي خونو رغولو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
ظشزظط

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند د شاه ابوالفتح ښوونځي لپاره د ۲ درسي خونو جوړولو کارونه پیل شول.
یاد درسي ټولګي به د ځایي خلکو لخوا د شاوخوا ۳۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او په دوو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د همدغو درسي خونو جوړولو بنسټیزه موخه په ذکر شوي ښوونځي کې د درسي ټولګیو د کمښت ستونزه حل کول دي او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۱۰۰ تنو زده‌کوونکو ته معیاري درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

BACK TO NEWS