لوګر ولایت په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې کلنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۱:۵۸
لوګر ولایت په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې کلنۍ ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت په ۲۷۳ دولتي او په ۲۲ خصوصي ښوونځیو کې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې چې د کلنګار جهادي د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي، د پوهنې ښاري آمریت د نظارت آمر انجینر اسد الله عباسي او د نظارت غړو برخه اخیستې وه.

د لوګرد پوهنې رئیس سید عزیزاحمد هاشمي د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې له ټولو ښوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې ټولې ازموینې د پوهنې وزارت د ازموینې کړنلارې له مخې واخلي.

هغه زیاته کړه، چې د لوګر په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر ښه پرمخ روان دی.

د یادونې وړده، چې په دولتي ښوونځیو کې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۴۷۴۲۳ زده کوونکي کلنۍ ازموینه ورکوي چې ۴۵۳۷۲ یې نجونې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS