له ۲۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۶
wert
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په موخه، د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
د ياد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينې کمېټې رئیس مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دا نوماندان چې شمېر يې تر ۲۴۰ تنو پورې رسېږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو له بهیر څخه بې برخي پاتې شوي وو؛ چې اوس کولای شي، له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پروسې بریالي نوماندان به د هغوی له سویې سره سم د ښوونځیو په لسم، یوولسم او دولسمو ټولګیو کې شامل شي.
د آزموينې ګډون والو هم دوی ته د زده کړو لپاره د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو په برابرېدلو خوښي څرګنده او له نورو م/جاهدينو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د دیني او عصري علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، له سلګونو م/جاهدينو او راستنېدونکو مهاجرينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه اخيستې او د زده کړو د دوام په موخه يې په مطلوبو ټولګيو کې شامل کړي دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS