له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
غزني
د پوهنې او مالیې وزارتونو ګډ پلټونکي پلاوي، د غزني ولایت د پوهنې له مشرتابه سره په کتنه کې د خپل سفر موخه، دياد ولایت د بشپړو شویو پروژو، نیمګړو کارونو او مالي چارو ارزونه وبلله، چې د پوهنې ریاست مشرتابه له لوري ورسره په ياده برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.
نورستان
په نورستان ولایت کې د یونېسف د ساحوي دفتر په مالي همکارۍ، د ۸ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د ياد ولايت پوهنې رئيس د دغه ادارې له دوامداره همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، چې پر يادو پروژو ټول ټال درۍ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د يادې ادارې له لوري ورکول کېږي.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس الحاج مفتي رحمت الله مدثر، د ياد ولايت خدير ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې، له ولسوال، د پوهنې له مسئولينو او يو شمېر ځايي خلکو او د زده کوونکو له والدينو سره وکتل. په ياده کتنه کې د دايکنډي پوهنې رئيس د ستونزو د حل او په هغه ځاى کې د پوهنې د بهير د لا ښه والي په باب خبرې وکړې او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د آباد افغانستان مؤسسې، د سیمه ییزو چټکو زده کړو د ۲۵۰ ټولکيو لپاره د پاکو اوبو د ذخیرې برابرولو په موخه مرسته وکړه، چې د زده کوونکو لپاره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
پکتیا
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د ياد ولایت په لرې پرتو ښوونځیو کې د ښوونکو خالي بستونو د ډکولو په موخه، رقابتي آزموینه واخیسته.
