له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علمپروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم او تجهیز لپاره ولګول شي.
غزني
په غزني ولایت کې د بېلابېلو وزارتونو د ریاستونو سپورټي لوبډلو ترمنځ د والیبال کپ نیمهپای لوبه ترسره شوه.
په یاده لوبه کې د پوهنې ریاست او نظامي واحدونو د والیبال لوبډلو سیالي وکړه، چې په پایله کې یې د غزني ولایت پوهنې ریاست د والیبال ټیم وکولای شول، د دې سیالیو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړي.
لغمان
د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د اوسېدونکي ښاغلي اسدالله لخوا د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت، د یادې ولسوالۍ اسلام آباد لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو او په رسمي ډول یې په کار پیل وکړ.
