له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۰:۳۱
له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

دایکندي:
د دايکندي ولايت په مرکز کې د نیلي مهاجرينو ښارګوټي د لېسې د ودانۍ د جوړولو چارې د ولايت مقام د مرستيال او د نورو اړوندو ادارو د استازو او عامو خلکو په شتون کې پيل شوې.
 دغه ودانۍ ۱۲ درسي خونې لري چې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د Green Sky شرکت لخوا د ۱۳ میاشتو په جریان کې د UNHCR دفتر په مالي مرسته جوړیږي.
خوست:
د یونیسف ادارې د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ ښوونځیو د بیارغونې لومړني کارونه پیل کړل.
نورستان:
د UNHCR نړیواله موسسه په پام کې لري چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې یو شمېر ښوونځي په کمپیوټر، انټرنیټ، لابراتوارونو او کتابتونونو سمبال کړي.
د دې ادارې مسوولینو د دغه ولایت د پوهنې له ریس تاج محمد مطمین سره په لیدنه کې وویل، چې د دغه پروګرام له پلي کېدو یې موخه ځوان نسل له عصري علومو سره اشنا کول دي.
لغمان
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د ابوبکر صادق دیني مدرسې ۷۱ تنو قاریانو او څارونکو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ویاړ لنګۍ ور په سر کړې.
هرات:
د هرات ولایت د پوهنې ریاست له خوا د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو آمر مولوي عبدالجلیل مزمل د پوهنې وزارت د پیغام د لوستلو پرمهال په ښوونځیو کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د ځانګړې او ټولنیزې روغتیا ساتنې د کلتور پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS