له ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۱۸
ghkfg

لوګر

د لوګر ولایت د پوهنې یوه دوست شخصیت په خپل شخصي لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د شهید شکریه عالي لېسې له ۲۵۰ زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه.

 د یو بل  خبر له مخې:

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ ښوونیز مرکز د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د بابوس هلکانو لېسې ته ۱۲ کمپیوټرونه ځانګړي کړل.

  د يادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې رياست له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه.

کابل

په دې وروستیو کې مولوي محمد شفیق واثقي د کابل د استقلال لېسې د مدیر په توګه وټاکل شو او د کابل د پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني له لوري، د یادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژندل شو.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت د عنابه ولسوالۍ د استاد بهره مند هلکانو له لېسې څخه د ليدنې په ترڅ کې، د یادې لېسې  اداري او درسي اسنادو وکتل او له ښوونکو سره یې د زده کړې کیفیت په لوړوالي ټينګار وکړ.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د پلان مدیریت د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاستونو د آمرینو، مدیرانو او غړو لپاره د عملیاتي پلان د محتوا د تشرېح او توضېح په موخه، دوه ورځنی سیمینار دایر او په دې برخه کې یې د یاد سیمینار ګډون والو ته ځانګړې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS